د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا ښار کي د موټر سايکل بم چاودنه سوې ده.
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايې، چې چاودېدونکي توکي په موټر سايکل کي ځاى پر ځاى سوي وه.
د هلمند د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر سمونوال باچا ګل وايې، چي د چاودني هدف د پوليسو رنجر موټر وو، چي هغوي ته يې زيان ندی اړولی.
يوه امنيتي باوري سرچينه وايې چې په دي پېښه کې يو پوليس او څلور ملکي کسان ټپيان سوي دي.
تر اوسه ددي پېښي نور جزيات نه دي په ډاګه او نه هم کومي ډلي ددي پېښي پړه منلې ده