کور / تازه خبرونه / د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال درې مخالفینو او یو سرتېرې ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دایمیرداد ولسوالۍ په شترسنګ سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه وسله والو مخالفین سخت ټپیان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د مرکز میدان ښار په کوټه عشرو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د مخالفینو سره نښته شوې،چې له امله یې یو سرتېری شهید شوی دی .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.