هند ته د افغانستان د جمهوررئیس د سفرپه درشل کې د دغه هېواد ګڼو ورځپاڼو د کابل او نوي ډهلي د اړیکو په هکله مطالب خپاره کړي دي.
The Indian Express دي انډین ایکسپریس ورځپاڼې د لیکو د بیا کښلو ترعنوان لاندې په دی هکله یوه مقاله خپره کړې.
ورځپاڼه لیکي:
محمد اشرف غني اوه میاشتې کیږي چې د افغانستان جمهوررئیس دی او هند ته له راتګ مخکې یې، امریکا، پاکستان او چین ته سفرونه کړي دي.
د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي څخه یې سیاست تفاوت لري.
د افغانستان د سولې په کړن کلاره کې د همکارۍ لپاره یي اسلام اباد ته مخه کړه او دغه راز یې د سولې پروسه کې د زیاتې همکارۍ او په خپل جنګ ځپلي هېواد کې د پانګې لګونې لپاره د بیجینګ وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلي چې دغو ډول اقداماتو د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د بدلیدونکو حالاتو څخه هند لیرې ساتلی.
ورځپاڼه زیاتوي:
د ستراتیژیک شراکت هغه وړاندیزونه چې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په دوران کې شوي وو اوس څنډې ته ایښودل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چې پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په ۲۰۱۳ کال کې له هنده د هیلي کوپټرو، ټانکونو او توپونو په شمول د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
The Indian Express ورځپاڼه لیکي چې د متحد مترقي ایتلاف په مشرۍ د هند پخواني حکومت د افغانستان دغې غوښتنې ته چټک ځواب ورنکړ تر دې چې د افغانستان نوي جمهوررئیس په پای کې دغه غوښتنه بیرته واخیسته.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان او هند د مشرانو اوسنۍ غونډه چې په کابل او نوي ډهلي کې د حکومتونو تر بدلون وروسته د دواړو هېوادونو د اوچتو مشرانو لومړي لیده کاته ګڼل کیږي د بهارتیا جاناتا د ګوند په مشرۍ د هند نوي حکومت ته یو فرصت دی ترڅو د وضعیت د بدلون سره سم د افغانستان په هکله خپله پالیسي بیا جوړه کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې هند د جمهور رئیس اشرف غني د لیدنې په ترڅ کې افغانستان ته درې سپکې هیلي کوپترې ورکوي ترڅو وښیې چې دغه ډول نور پوځي تجهیرات سره له دې چې تعرضي نه وي افغانستان ته ورکولای شي.
The Indian Express ورځپاڼه زیاتوي چې د اجنډا یوه بله مهمه موضوع د ایران د چهابهاربندرله لارې د افغانستان او هند ترمنځ ترانزیتي توافق دی.
د ورځپاڼې په وینا د هند لپاره د افغانستان او منځنۍ اسیا لورته دغه لار نسبت د پاکستان تر لارې ډیره ډاډمنه ده.
په داسې حال کې چې ایران د نړۍ شپږو لویو هېوادونو سره اټمي توافق لاس لیک کړی اوس د هند لپاره ډیره مهمه ده چې ډهلي ته د افغانستان د جمهوررئیس د سفرپه ترڅ د دغې ترانزیت لارې توافق کابل سره لاس لیک کړي.
د هند بلې ورځپاڼې THE HINDU هم نوي ډهلي ته د افغانستان د جمهوررئیس د سفرپه هکله یومطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د لومړي ځل لپاره د هند لیدنه کوي.
د دغه واقعیت په هکله ډنډورې خپرې شوي چې دی د تیر کال سپتمبرمیاشتې راهیسې چې د افغانستان جمهوررئیس شوی هند ته له راتګ مخکې یې پاکستان، چین، سعودي عربستان، امریکا او برتانیې ته سفرونه کړي.
هند ته د جمهوررئیس اشرف غني ځنډول شوی سفر د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د بهرني سیاست په اولویاتو کې د هند د اړیکو په ارتباط یو بدلون څرګندوي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
په داسې حال کې چې اشرف غنی د هند لپاره پردی نه دی خو دا ځل به یې څرګندونې چې له هند سره اړیکو ته څنګه ګوري او له کومو ځوابونو ډډه کوي په دقت وڅارل شي.
ورځپاڼه لیکي، ښه دا ده چې جمهوررئیس اشرف غني دا په ذهن کې ولري چې په هند کې داسې نوي مشرتابه سره سروکار لري چې پیاوړی او فعال بهرنی سیاست یې غوره کړی او په دې هکله یې کومه اندیښنه نه ده څرګنده کړې چې ترشپږو میاشتو وروسته اوس دی ولی د هند لیدنه کوي.