کور / تازه خبرونه / د کندهار د عامي روغتيا پر رئیس وسله وال برید سوى

د کندهار د عامي روغتيا پر رئیس وسله وال برید سوى

نن ماښام شاوخوا ۸ نیمي بجې نامعلومو وسله والو د عامي روغتيا پر رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا ټکان کړي او سخت ئې ټپي کړی دئ.
د کندهار د والي ویاند صمیم د پیښي پخلی کوي،خو د نورو معلوماتو د ورکولو څخه ډډه کوي،بلخوا ډاکتر عبدالقیوم پخلا ته نږدې سرچینې وايې،چي هغه د وسله والو لخوا پر لاس او پښه ویشتل سوى او وضعيت ئې سم ښوول سوی دئ.
ډاکتر عبدالقیوم پخلا د اولسمشر کرزي د حکومت د پيله څخه تر ننه پوري د عامي روغتيا د رئیس په توګه دنده اجراء کوي،ویل کیږي،چي د ولایتي ادارې په رئیسانو کي تر ټولو مخکښ دئ او په خپله دنده کي ګڼي لاسته راوړني لري.
تر اوسه د بريد په اړه چا څه نه دي ويلي.