د میدانښار،ښاروال انجینر محمود امیري وايي په دغه ښار کې د کښېنول شویو نیالګیو څخه یې په ښه توګه ساتنه پیل کړې او هر مهال د نورو برخو ترڅنګ پرې د اوبه کولو ځانګړی پام کوي .
نوموړی چې د میدان وردګو سرپرست والي په مشرۍ د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو په غونډه کې خبرې کولې وویل : په ښار کې کینول شویو نیالګیو ته هر درې ورځې وروسته په ښه توګه اوبه رسوي .
د هغه په وینا د کینول شویو نیالګیو څخه یې یو شمېر په بېلابېلو مرضونو اخته کیږي،چې د هغې ستونزې د حل په موخه یې په ټاکلې وخت د کرنې او مالدارۍ ادارې ته خبر ورکړی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید د میدانښار ښاروال څخه مننه وکړه،چې د نوموړی په لارښوونه یې د کینول شویو نیالګیو څخه ساتنه او پالنه کړې .
ده همدا راز د نورو ادارو مسؤلینو ته هم لارښوونه وکړه،چې د دوی په ادارو کې کینول شويو نیالګیو څخه خپله هم ساتنه وکړي .
د یادونې وړده،سږ کال د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د مدني ټولنو،ښاروالۍ،کرنې مالدارۍ او نورو بېلابېلو ادارو له لورې شاوخوا ۴۰ زره نیالګي کینول شوي دي .