کور / تازه خبرونه / هند ته د اولسمشر غني سفر ډیرې هیلې راټوکولي

هند ته د اولسمشر غني سفر ډیرې هیلې راټوکولي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډيره هند ته د ولسمشر اشرف غني سفر او د ثور د ۷ نیټې کودتا او بدو اغیزو ته یې ځانګړي کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې هندوستان ته د ولسمشر غني سفر زموږ په زړونو کې ډیرې هیلې راټوکولي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر به په دې سفر کې د هند له ولسمشر پراناب موکرجي او لومړي وزیر نریندارا مودي سره په امنیتي او اقتصادي مسایلو او د ښې حکومتولۍ په لارو چارو خبرې وکړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې هند د افغانستان پخوانی ملګری دی او افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له دې هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو سند هم لاسلیک کړی دی.

په مطلب کې راغلي، تمه ده چې هند به په پوځي برخه کې د افغانستان غوښتنې پوره کړي او افغان ځواکونو ته پرمختللي وسایل او تجهیزات ورکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې له ولسمشر غني سره به د هند په سفر کې ۳۸ افغان چارواکي ملګرتیا کوي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني به د هند له چارواکو د پوځي مرستو غوښتنه وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې هند په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې ته ممکن چمتو وي او دا ځکه چې څو ورځې وړاندې یې هم افغانستان ته درې هلي کاپټرې ورکړې.

انیس:

انیس ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ثور اومه او اتمه د افغانستان په تاریخ کې دوه بیلابیلې پیښې.

په سرمقاله کې راغلي چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د اومې کودتا افغانستان ته د ټولو بدمرغیو سرچینه ګڼل کیږي او له هغې وروسته افغانان نه دي ارام شوي.

په مطلب کې راغلي چې د دې کودتا عاملین؛ په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ونه رسیدل او بلاخره یې د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه نیټه د مجاهدینو له خوا ماتې وخوړه.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د ثور د اتمې د تکرار ویره.

په سرمقاله کې د ناټو او امریکایي ځواکونو کړنو ته اشاره شوې او ویل شوي چې د دوی فعالیتونه د شوري د سرو لښکرو په پرتله کرغیړن وو.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د ثور د اومې له کودتا را وروسته باید د بشري حقونو ناقضین او د بې ګنا افغانانو وژونکي محاکمه شي.

لیکوال اوسني وضعیت ته په کتو لیکلي چې که د بشري حقونو د سرغړونکو محاکمه پاته شي او دوی لکه اوس په لوړو څوکیو ټاکل کیږي د ثور د اتمې د تکرار احتمال شته.