کور / تازه خبرونه / سرنوشت: جګړه او بریدونه ویاړنه دي

سرنوشت: جګړه او بریدونه ویاړنه دي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د وروستیو ناامنیو په اړه اندیښنو او په دې اړه د حکومت اقداماتو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ناامنیو پراختیا ټول اندیښمن کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې یوازې د کابل امنیت یوڅه د ډاډ وړ وو، خو په دې وروستیو کې په دې ښارکې هم د جنایي پیښوکچه زیاته شوې او امنیتي مسولین یې باید مخنیوي ته تدابیر ونیسي.

په دې مطلب کې لیکل شوي چې د کورنیو چارو وزارت باید د تورو ښیښو موټرو د تګ را تګ مخه ونیسي ځکه چې اکثره مجرمین له همدې موټرو ګټه اخلي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې جګړه او بریدونه ویاړنه دي.

سرمقاله لیکوونکي ویلي چې د طالبانو او حکومت له خوا په یوه وخت د عملیاتو پيل او هغه هم د الله اکبرپه ناره کوم ویاړ نه دی، ځکه چې د جګړې دواړه لوري اوس افغانان او مسلمانان دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د طالبانو د عملیاتوله پیل سره په فراه کې د واده پرمهال زوم او د هغه پلار او ورور ووژل شو او په الینګارکې پر یوه کور توغندۍ ولګید چې شپاړس تنه په کې مړه او ټپيان شول.

په سرمقاله کې راغلي چې دا یوه پردۍ جګړه ده او هیڅ دول توجیه نه لري.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم دې موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلې یې دی چې د طالبانو ننګونه ریښتیا ده که تبلیغاتي کمپاین؟

په سرمقاله کې راغلي چې د کورنیوچارو وزارت او نور امنیتي مسولین وایي چې طالبان نه شي کولای حکومت را وپرځوي خو په خبره یې وروستۍ ناامنۍ دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې امنیتي مسولین باید د امنیتي وضعیت د تشریح پرمهال د الفاظوله استعمال سره احتیاط وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ناامنیو په اړه د ولسمشراشرف غني خبره را اخیستې چې ویلې یې دي، افغانان باید د ترهګرۍ پرضد جګړه کې سره یو موټی شي.

په مطلب کې د ښاغلي غني په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، روان کال له ستونزو ډک دی او باید ټول یې په وړاندې یو موټی شي.