د پکتيا مرکز ګردېز اړوند سروړي سيمه کې د وسله والو په يو توغندي ۱۵ تنه کارګر ټپيان شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
دې کارګرو د عامه نظم د يوې قرارګاه په تعميراتي چارو کار کاوه، چې د يوه توغندي د لګېدو له کبله يې ګڼ شمېر ټپيان شول.
د ګردېز ملکي روغتون مشر ډاکتر حياګل پکتين وايي، چې دوی ته يې ۱۳ تنه ټپيان راوړي او په دې کې يې د درېيو تنو روغتيايي حالت اندېښمن دی.
نوموړي زياته كړه، دغه راز دوه تنه يې د دوه سوه درې تندر قول اردو روغتون ته وړي، چې حالت يې د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوليت نه دی منلی او نه يې هم په اړه امنيتي چارواکو رسنيو ته څه ويلي دي.