کور / تازه خبرونه / دنیپال دزلزلي مرګ ژوبله زرګونو کسانو ته رسیدلي

دنیپال دزلزلي مرګ ژوبله زرګونو کسانو ته رسیدلي

په نیپال کې د تیرې ورځې زورورې زلزلې له كبله د مرګ ژوبلې کچه زرګونو ته رسېدلې ده.
د نيپال څخه ورکړل سوي راپورونه وايي چې د شنبې د ورځې د سختې زلزلزلې له کبله تر اوسه دوه زره تنه وژل سوي او شاوخوا پنځه زره نور ټپیان سوي دي.
د ریختر په کچه ددغې سختې زلزلې تېزوالی ۷.۸ ښودل سوی دی مرکز یې د پوکارا ختیځ ۸۰ کیلومترۍ سره د کڼمندو لوېدیځ ښودل سوی.
نیپالي چارواكو په هيواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یی دي، چې په تېرو اتلس کلونو کې دا یوه زوروره زلزله وه.
د زلزلې ټکان په ګاونډیو هېوادونو هند، بنګلادیش او پاکستان کې هم محسوس سوي دي.
هندوستان او چین دژغورني ډلي استولي څو د نیپالیانو سره د کسانو په را ایستولو کي مرسته وکړي اټکل کیږي چي دکسانو په را ایستولو سره تلفات لازیات سي .
په ۱۹۳۴ز کال کې په نيپال د ریختر په کچه ۸.۳ زلزلزله سوې وه چې له کبله یې ۱۰زره کسان وژل سوي وو.
بل خوا هندي دولتي سرچېنو ویلي چي په هند کي هم دزلزلي له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل سوي. همدا راز په بنګلدیش کې هم د زلزلزلې له کبله یو شمېر کسان وژل سوي دي.