د میدان وردګو ولایت په نرخ،سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو به ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل سوي او اوه مخالفین وژل شوي،همدا راز د درې ملکي وګړو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي .
د دایمیرداد ولسوالۍ په میران سیمه کې د وسله والو مخالفینو لخوا د توغول شوي هاون مرمۍ د لګيدو له امله چې پر یو کور کې لګیدلې درې ملکي وګړي وژل سوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه پېښې په قربانیانو کې ماشومان او مېرمنې شتون نلري،خو د یوه بل تن روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .
همدا راز د نرخ ولسوالۍ په کریمدادو سیمه کې تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي هم دي .
د سیداباد ولسوالۍ په همزه خیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او څلور نور ټپیان دي .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو موټرسایکلونه او نور مهمات هم لمنځه وړل شوي دي .
په ترسره شویو عملیاتو او پېښو کې امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.