دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړ.
نوموړی چې دایمیرداد ولسوالۍ ته یې سفر کړی وو، ورسره د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان،د ولسي جرګې غړو،د ولایتي شورا رئیس،د وردګو د قومي شورا رئیس،د ولایتي شورا پخوانی رئیس او یو شمېر نورو هم ملګري وو.
د دغه سفر په ترڅ کې مسؤلینو،د دایمیرداد ولسوالۍ د قومي مشرانو سره د لیدنې سربیره له هغو پوستو څخه هم لیدنه وکړه،چې په کې امنیتي ځواکونو خپل فعالیت شروع کړې دی او همدا راز یې د وروستیو پیل شویو عملیاتو څخه له نږدې څارنه هم وکړه .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل د امنیتي ځواکونو همغږۍ او فعالیت ډاډمن کړی،چې ډېر ژر به په دایمیرداد ولسوالۍ کې اوسنۍ امنیتي ستونزې لمنځه ولاړې شي.
ده زیاته کړه، د دغه ستونزو په لمنځه تللو سره به هغه پروژې چې په بېلابېلو برخو کې یې دغه ولسوالۍ ته ځانګړي کړي،د پیل کېدو چارې پیل کړي،چې په دې سره به د دې ولسوالۍ اوسیدونکو ته کاري زمینه برابره او په ولسوالۍ کې به د بیا رغاونې کارونه هم پیل شي .
ده وویل ولایت مقام او امنیتي منسوبینو ته د کانونو د شتون ،مالدارۍ او نورو برخو له امله دایمیرداد ولسوالۍ ځانګړی ارزښت لري .
هغه ډاډ ورکړ،چې امنیتي منسوبینو ته یې لارښوونه کړې،چې د خپلو کړنو د ترسره کولو پر مهال د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
د میدان وردګو امنیه قوماندان خلیل انداربي وویل د دغه سفر په لړ کې یې د پیل شویو هغه عملیاتو څخه هم لیدنه وکړه،چې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د ولسونو په همکارۍ پیل شوي .
ده اولسونو ته ډاډ ورکړ،چې امنیتي ستونزې به یې ژر تر ژره حل کړي .
د څلورمې پلې لیوا قوماندان جنرال عبدالرازق وویل د عملیاتو پر مهال یې د امنیتي ځواکونو له لورې هیڅ ملکي وګړو ته زیان ندی اوښتی او سرتېرې یې په ډېر مهارت سره د وسله والو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه عملیات ترسره کوي .
هغه زیاته کړه، دغه عملیات به په دوامدار ډول ترسره شي او هیڅکله به دښمن ته بیا د دې اجازه ورنکړي،چې په دغه ولسوالۍ کې خپلې ځالې جوړي کړي .
د ولسي جرګې غړي مجید خان وردګ،د ولایتي شورا رئیس حاجي احمدجغفري،د وردګو قومي شورا رئیس وحیدکلیمزي او د ولایتي شورا پخواني رئیس محمدحضرت جانان د ولسونو په استازیتوب د ولایت مقام او امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې دایمیرداد ولسوالۍ ته یې د امنیت د تامین او پروژو پلي کولو ته د زمینې برابرولو په موخه سفر کړی .
دوی مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې هر مهال به دوی او د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي له دوی سره همکاري وي .
په همدې حال کې د سیمې یوه قومي مشر وویل د جګړې له امله یې کورونه،اولادونه،څاروي،باغونه،ښوونځي،روغتون او مسجدونه له ستونزو سره مخامخ دي .
هغه د یادو ستونزو د حل به موخه د دولت جدي پاملرنه وغوښته .
یو بل اوسیدونکي بیا د ملي اردو منسوبینو له کړنو خوښي ښکاره کړه او د عملیاتو پر دوام یې ټینګار وکړ.