کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني درو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د ماين چاودني درو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي پرون مازیګر مهال د مهترلام بابا د زیارت تر څنګ په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو د استازي حاجي نقیب الله محبت د ورور حاجي نعمت الله په موټر هم یو بم انفجار کړی چې له امله یې حاجي نعمت الله او یو بل کس وژل سوى او یو تن په دغه پیښه کې ټپي شوی دی. چې البته د پیښې قربانیان درې واړه ملکیان دي.
د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفو وسله والو دغه کړنې په کلکه غندي، د پیښې د قربانیان کورنیو ته د څښتن تعالی له درباره د دغه ستر غم د صبر، او قربانيو سوو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.