کور / تازه خبرونه / په يوه حمله کي ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په يوه حمله کي ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تیر ماښام ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو په سیمه کې د مخالفو وسلوالو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې چې له امله یې د کورنۍ ۵ کسان وژل سوي او ۱۱ نور په کې ټپیان شوي دي.
په وژل سوو کې ۴ میرمنې او یو نارینه او په زخمیانو کې ۱۱ تنه شامل دي چې اکثره یې کوچنۍ انجونې او هلکان او میرمنې دي چې د ټپیان له ډلې دا مهال ۶ تنه د لغمان د عامې روغتیا په روغتون او ۵ تنه یې د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د يادوني وړ ده چي که څه هم امنيتي چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.