کور / تازه خبرونه / د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې سلونه افغانان وژل شوي

د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې سلونه افغانان وژل شوي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼود ځینو نورو مسالو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بمبارۍ پر مرګ ژوبلې او د اسلامي دولت ډلې یا داعش په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

انصار:

انصار خپلواکې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې په تېرو څو کلونو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې سلګونه افغانان وژل شوي دي.

په مطلب کې د فرانسې خبري آژانس په حواله لیکل شوي چې دغه معلومات یې د هغو حملو د څېړنو پر مهال راټول کړي چې امریکایي ځواکونه یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله کوي.

په مطلب کې راغلي چې له ۲۰۰۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې امریکا د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمه د بې پیلوټه الوتکې ۴۱۵ حملې کړي چې په نتیجه کې یې ۳۹۴۹ کسان وژل شوي او ۹۶۲ یې ملکیان دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په دې اړه مطلب کې لیکلي چې یوازې د روان میلادي کال په څلورو میاشتو کې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ۵۷ کسان وژل شوي دي.

په دې مطلب کې هم د فرانسې خبري آژانس د څيړنیز راپور په حواله لیکل شوي چې د ۲۰۱۵ کال له پيله تراوسه امریکا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو شپږ حملې کړي دي.

ورځپاڼې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي چې دا حملې ترډيره په ننګرهار؛ کونړ او نورستان ولایتونو کې شوي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د عراق او افغانستان داعش یوازې له فکري لحاظه یو له بل سره تړلي دي.

په دې مطلب کې د امریکایي چارواکو په حواله لیکل شوي؛ تراوسه داسې اسناد نه دي ورسیدلي چې د سوریې او عراق داعش دې په مسقیمه توګه په افغانستان کې د داعش له ډلې ملاتړ وکړي.

په دې مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماري هرف په حواله راغلي چې ویلې یې دي؛ په افغانستان کې د داعش ډلې د څرنګوالي او دا چې دا ډله له چا سره تړاو لري څیړنه کوي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا دې اندیښنو ته په ځواب کې لیکلي چې په هېواد کې به په تدریجي توګه بنسټیز بدلون رامنځته شي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي چې د کابینې بشپړېدل په دې معنی ده چې حکومت د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره هڅې کوي او هغه اندیښنې بې ځایه دي چې ځینو خلکو ویل چې ممکن یوشمیر ولایتونه سقوط وکړي.