کور / تازه خبرونه / د ټرافیکي پېښې له امله اوه تنه ټپيان شول

د ټرافیکي پېښې له امله اوه تنه ټپيان شول

د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په سي سي سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله اوه تنه ټپیان شول .
دغه پېښه تېره ورځ مازیګر ناوخته هغه مهال رامنځته شوه،کله چې دوو سراچه ډوله موټرو چې یوه یې له غزني څخه کابل او بله یې له کابل څخه سیداباد ولسوالۍ ته پر لاره وو،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله یې ټکر وکړ .
په دغه پېښه کې چې په کې مېرمنې او ماشومان شتون نلري،د پېښې ټول ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي او ویل کیږي چې د دوو تنو روغتیایې وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .