کور / تازه خبرونه / د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړل سو

د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړل سو

كورنيو چارو وزارت د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپيان دي او څلور تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کونړ، بغلان، کندهار، اروزګان، غزني، خوست او فراه ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.