کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې 16 نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

ولسي جرګې 16 نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

نن ۱۶ وزيرانو د ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کړل، په دې ورزيرانو کي چي د باور رايه يې تر لاسه کړې پکښي، علي احمد عثماني د ۱۸۶ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د اوبو او برېښنا د وزير، اسدالله حنيف بلخي د ۱۴۱ موافقو رايو په تر لاسه کولو د پوهنې د وزیر، فریده مومند د ۱۸۴ موافقو رایو په اخیستو د لوړو زده د وزیرې، اسدالله ضمیر د ۱۹۲ رایو په اخیستو د کرنې د وزیر، همایون رسا د ۱۷۰ موافقو رایو په اخیستو د سوداګرۍ د وزیر ، عبدالباري جهاني د ۱۲۰ رایو په اخیستو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر، سید سادات منصور نادري د ۲۰۲ موافقو رایو په اخیستو د ښارجوړونې د وزیر، نصرین اوریاخېل د ۱۶۹ رایو په ترلاسه کولو د کار او ټولنیزو چارو د وزیرې، دلبر نظري د ۱۳۱ موافقو رایو په اخیستو د ښځو چارو د وزیرې، محمود بلیغ د ۱۶۶ موافقو رایو په اخیستو د ټولګټو د وزیر، سلامت عظیمي د ۱۵۵ رایو په اخیستو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د وزیرې، محمد الله بتاش د ۱۷۸ رایو په اخیستو د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه، عبدالبصیر انور د ۱۳۸ رایو په ترلاسه کولو د عدلیې د وزیر، محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ رایو په ترلاسه کولو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر، عبدالرزاق وحیدي د ۱۵۲ رایو په اخیستو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر او عبدالستار مراد ۱۵۲ د رایو په اخیستو د اقتصاد د وزیر په توګه وکولی و ټاکل سول.
دغه وزيران به ډېر ژر د لوړي د مراسيمو وروسته خپل کارونه پيل کړي.