په کندهار کي له تيري يوې اونۍ راهسي د برېښنا د نشتوالي له کبله ټولي صنعتي فابريکې تړل سوي دي.
ددغو فابريکو شمېر ۲۰۰ دی او نژدې ۶ زره کسان پکښي په کار اخته وه.
له تيري يوې اونۍ راهسي په کندهار کي تر ۲۰۰ زياتي صنعتي فابريکې د برېښنا د نشتوالي له کبله تړل سوي دي.
په تړل سوو فابريکو کي د پلاسټيکو، اوسپني،غوړيو، کاغذ، بنبه او يو شمېر نورو برخو کي توليدات وړاندي کول.
د تړل سوو فابريکو مسولين وايي چي له همدې امله اوس مهال ۴۵۰۰ کسان بېکاره سوي دي.
د صناعت کارانود ټولني مرستيال فيض الحق مشکاڼی او د صنعت کارانو د ټولني د مديره هيت غړی حاجي ګل نواز خان د اندېښنې په څرکندولو سره وايي چي د بېکاره ځوانانو په شتون کي د ټولني د ناامني امکان سته.
د صنعتي فابريکو مسولين چي نن د اعتصاب په ډول د کندهار پريس کلپ ته راغلي وه له دولته څخه غوښتنه وکړل څو ددوي يادي ستونزي ورته حل کړي.
ددوي وايي چي اوس مهال هره ورځ په لکونه افغاني تاوان کوي.
د کندهار ولايتي شورا هم د برېښنا نشتوالی لويه ستونزي ګڼي، خو دوي ته ډاډ وړاندي کوي چي د ستونزي د حل لپاره اعتصاب کولو ته ورسره حاضر دي.
د ولايتي شورا غړی سيد احمد سېلاب وايي چي دی حاضر دی څو ددې ستونزي د حل لپاره مرکز ته ولاړي سي او هلته په دې برخه کي خپل حق تر لاسه کړي
په کندهار کي د برېښنا د شرکت مسولين هم ددوي ستونزي پر ځای بولي او د حلولو لپاره يې نوي ژمني کوي.
دغه فابريکې پر داسي مهال تړل کېږي، چي په جنوب کي د تارياکو د راټولو وخت دی، اندېښنه داده چي ممکن بېکاره ځوانان به نېښ وهلو ته مخه کړي، هغه څه چي حکومت يې د تيرو څو کلونو راهيسي د مخنيوي لپاره په ميلونونه ډالره مصرف کړل.