د میدان وردګو ولایت مستوفیت د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د بېلابېلو برخو څخه نږدې پنځوس میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت به حساب کې یې زیاتې کړي دي .
دغه ټکی د میدان وردګو ولایت د مستوفیت استازو په ولایت مقام کې د دغه ولایت د سرپرست والي په مشرۍ د یو شمېر ادارو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ .
دوی زیاته کړه،د وزارت له لورې ورته په څلورو میاشتو کې ۴۶ میلیونه عواید هدف ټاکل شوی وو،خو دوی په دغه میاشتو کې له خپلې اندازې څخه زیاتې نږدې پنځوس میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت په حساب کې زیاتې کړې.
همدا راز په جوړه شوي غونډه کې د افغانستان،عزیزي او باختر بانک مسؤلینو هم د خپلو لاسته راوړنو او د دوی بر وړاندې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د مستوفیت د فعالیتونو له امله د دوی ستاینه وکړه .
ده ډاډ ورکړ، د هغه کسانو څخه به هم ډېر ژر د مالیې راټولو په اړه امنیتي منسوبین د مستوفیت سره همکاري وکړي،چې مالیه پرې پاتي وي .