د بېسوادو ټولنو یوه لويه تشه دا ده چي هره خبره په پټو سترګو مني، که یې ورنیکه هره ناشوده کړې وي، نیکه، پلار او بالاخره ټوله نوچکه ځوانان یې د فرضو په شان پر ځانونو اړین بولي!
کله چي په یوه ټولنه کي د (ولي) ذهنیت وزېږېد او هر کس تر یوې کړني مخکي له ځانه د (ولي؟) سوال وکړ، بیا نو پوه سئ چي هغه ټولنه به په نژدې کي قدمونه د کهکشان پر ورمېږ کښېږدي. افغانستان چي اکثریت پرګنې یې د سواد له ستر نعمته بې برخي دي، نو دوئ هم ډیري داسي خبري په پټو سترګو منلي چي هم یې دوئ تباه کړي او هم د وطن ډیري برخي د کرکي په اور لولپه سوي.
ما د (اولنو) په نوم پر ځینو متلونو لیکني کړي چي خرافات او نا سم استعمال یې د ټولني لپاره زهرقاتل دي، دلته یې یوازي یادونه کوم، پرښه او بد اړخ یې فکر ستاسو کار دی:
تربور(کاکا) د تیارې موږی دی
تربور ته مي بې وروره مه کړې، ورور ته مي بې زویه
خوریی د ماما د مېني غل دی
په جنګ کي حلوا نه ویشل کیږي
نر پسه د چړې لپاره دی
ښه مه کوه بد به نه در رسیږي
.
.
.
پورتني متلونه یا د اولونو خبري د ناسم استعمال له مخي هغه زهر دي چي زموږ ټولنه یې د غم پر ټغر کښېنولې.
د متلونو سرریښته لټل زما کار نه دئ او نه هم دا وایم چي دا پلانی متل مطلق غلط دی، خو دا ویلاسم چي د بېځایه استعمال له وجهي یې نن سبا افغانان(په خاصه پښتانه) په لوی غضب اخته کړي.
د متلونو څخه په قیاس زموږ اکثریت ټولنیز جوړښتونه باید تر سوال او فکر لاندي سي، په کورنیو کي د خواښي، نږور(مږور) ریندرور(هیندرور) او یوڼو تر منځ دیکتاتورانه او ناوړه برخورد هغه مسائل دي چي د کورني تاوتریخوالي لویه ونډه یې په ذمه ده.
کله چي یو ځوان واده کوي، د مېرمني واک باید ځیني واخیستل سي، اجازه، خبري او د وظایفو وېش یې د خواښي په لاس کي وي، ځیني وختونه بیا بې انصافي هم صورت نیسي کله-کله بیا د مږور څخه هم پښه د اتڼ سي، د مېړه په حمایت خواښي ته جُرتکان ورکوي او خُسر په انسانانو کي نه حسابوي، که زموږ د کورنو جوړښتونه پر اساساتو بنا وايي او د هرچا دنده، صلاحیت او واک په مسٌلم ډول معلوم وای، نو به ولي داسي خواري وای؟؟ خو بېرته هغه خبري ته را رسیږو چي موږ پر خپلو ډیرو جوړښتونو غور نه دئ کړئ، په پټو سترګو مو منلي او نتیجه یې دا وي چي د یوه کس حق په بل خورو.
د کوچنیانو پر رول تر بل هر کار باید زیات تمرکز وسي، زموږ په ټولنیزم سکښتونو کي کوچنی د خبرو حق د مشرانو مخته نه لري، که یې خبره وکړه پر سږمو یې مسته چپلاخه خوړلې وي، په مکاتبو یې د لاسونو پر چپه خوا لښتي ماتیږي، په مسجد کي کمپکړو خو عادي سزا ده او په پوهنتون کي که چا د استاد سره بحث وکړ، لوی مجرم ګڼل کیږي!
د پورتنیو ستونزو څخه په الهام همدا نن چي په پوهنتون کي یو ځوان لس دقیقې ناوخته راسي، استاد یې د دروازې شاته ودروي، که محصل ته زنګ راغئ بس ته وا اسمان را ایله سوو ژر یې استاد له صنفه باسي، ایا دا دونه غټي سهوي دي، په کومه کچه چي جزا ورته ټاکل کیږي؟؟
راځئ پر خپلو ټولنیزو جوړښتونو غور وکړو او د تطبیق ترمخه یوه لویه سوالیه ورته کښېږدو او تر مثبت جواب وروسته یې هضم کړو خو که همداسي په پټو سترګو منل او عمل روان وي، روغه ورځ منېکه ووینئ.
د ودان افغانستان په هیله