د پاكستان له خوا د ويشتل شويو توغنديو د لګيدو له امله ديوې كورنۍ دولسو غړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
دغه پيښه تير ماښام د خوست ولايت د مركز اړوند د كونډيو په سيمه كې رامنځته شوې ده. په دې پيښه كې درې ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومان په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د سيمې خلك وايي چې توغندى هغه مهال په كور برابر شو چې ښځې او ماشومان په ډوډۍ خوړول لګيا وو.
ځايي خلكو پر ناټو غږ وكړ چې د ډيورنډ کرښي ها خوا دي د افغانانو د مخالفينو مركزونه په نښه كړي.
د ائتلافي ځواكونو پر نظامي اډه د مخالفينو لخوا د ګڼو توغنديو د بريد له امله چې وړمه شپه پكې ملكي وګړوته مرګ ژوبله واوښته تيره شپه هم په ورته بريد كې چې دا ځل د پاكستان له خوا تر سره شوى وو ګڼو ملكي وكړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست سيميز چارواكي او ائتلاف ځواكونه وايي چې دغه بريد تيره ورځ ناوخته ماښام د پاكستان له خوا تر سره شوى دى.
ځايي خلك وايي چې په يوه كور د توغندي د لګيدو له امله درې ماشومان چې د ښونځي زده كوونكي وو وژل شوي او د ماشومانو او ميرمنوپه ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د زيانمني شوي كورنۍ يو تن غړي وويل چې توغندى هغه مهال په كور ولګيده چې ښځې او ماشومان په ډوډۍ خوړولو بوخت وو.
پيښه چې دخوست ولايت د مركز اړوند د كونډيو په سيمه كې رامنځته شوي د سيمې قومي مشرانو يې پړه د پاكستان پر استخبارتي ادارو او پاكستاني طالبانو ور واچوله.
دوى له ناټو په ټينګه غوښتنه وكړه چې د افغان دولت مخالفين دي د هيواد څخه د باندې د پاكستان په خاوره كې په نښته كړي.
د وژل شويو ماشومانو د جنازې مراسمو ته ګڼ شمير د ښونځي زده كوونكي هم راغلى ووچې څيرو كې يې خفګان خواشيني ښكاريده.
په خوست كې ميشتو ائتلافي ځواكونو او خوست والي ومنله چې د تيرې شپې د توغنديو بريد د ډيورنډ کرښي له ها خوا شوى دى ، د سرچينې د مالوماتو له مخې يو توغندى د امريكايي ځواكونو په يوه بله اډه چپمين لګيدلى چې يو افغان يې كارګر يې ټپي كړى دى. د ائتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر وويل چې دوى هم په ځوابي ډزو كې د پاكستان خاوره په نښه كړي خو د مرګ او ژوبلې په اړه دولت او ائتلافي ځواكونو مالومات ورنه كړل.
دا چې د پاكستان له خاورې څه ډول توغندي ويشتل شوي او د چا لخوا ويشتل افغان دولت ائتلافي ځواكونو وويل چې په دې اړه به وروسته مالومات خپاره كړي.
سراج الدين حقاني ته مربوط يو تن قوماندان صلاح الدين ايوبي رسنيو ته ويل چې توغندى د دوى لخوا ويشتل چې ګڼو شمير خارجي ځواكونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.