کور / تازه خبرونه / کندهار پوهنتون په ټول افغانستان کي اول مقام وګوټ

کندهار پوهنتون په ټول افغانستان کي اول مقام وګوټ

کندهار پوهنتون د هيواد په ۶۱ دولتي او خصوصي پوهنتونو کي د کيفيت د تضمين په برخه کي اول مقام وګټى
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالاکرزي په هغي پراخي غونډه کي چي د اول مقام د بريا په موخه جوړه سوې وه وويل، چي د وزارت له لوري ورکول سوي ټول معيارونه يې پوره کړي او د خپل ټول کاري ډلي سره يې پر برياليتوب کار کوی.
بالاکرزي د هغو افتخاري استادانو څخه هم مننه وکړه چي دامهال په کندهار پوهنتون کي تدريس کوي هغه که څه هم د پوهنتون سيسټم جوړ وبلى خو د کمي بوديجې څخه يې شکايت وکړ او زياته ئې کړه چي مرکزي ادره بايد ورته پاملرنه وکړي.
بالاکرزی وايي، هڅه کوي څو پوهنتون د کيفيت له مخي د سيمي په کچه هم ښه مقام تر لاسه کړی.
نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل څو د اقتصادي حل لپاره د سيمي له نورو هيوادونو څخه طرحي تر لاسه او دلته يې عملي کړي.
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د پوهنتون د اولو وختونو هغه ستونزمن حالت بيان کړ او د اوس له پاره ئې د کيفيت پر لا زياتوالي ټينګار وکړ.
د کندهار ولايتي شورا بيا د کانکور په پروسه کي د ځوانانو پر کمي ونډي انډېښنه وښودله. د ولايتي شورا غړي سيد احمد سېلاب د خپلو خبرو پرمهال غوښتنه وکړه څو په معارف کي هم د کيفيت برخي ته توجه زياته سي.
درې لسيزي کېږي، چي د سيمي په کچه د کيفيت د تضمين پروسه پيله سوې، په ۱۳۹۰ کال کي په افغانستان کي ورت پاملرنه سوې په ۱۳۹۲ کال کي يې فعاليت پيل کړی، چي کندهار پوهنتون پکښي په اول پړاو کي درېيم مقام او دا دئ په دوهم پړاو کې ( کي ئې ) د ۶۱ دولتي او خصوصي پوهنتونو په منځ کي اول مقام خپل وګوټ.