کور / تازه خبرونه / د طالبانو د يوه قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

د طالبانو د يوه قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

د مخالفو وسلوالو ولسوال او د درې ولسوالیو عمومي قوماندان شاه نور چپاو د ۹ تنو وسلوالو سره یو ځای یو ځانګړي هوايي برید کې ووژل شو.
د د ولت شاه ولسوالۍ اړوند د بمبي سیمې په غرنۍ برخه کې د مخالفو وسلوالو په یوې نښه شوې ډلې هوايي برید شوی چې د شاه نور چپاو او د دده د دوه سرګروپانو ذاکر او سعدالله په ګډون په کې ۱۰ تنه مخالف وسلوال وژل شوي دي.
شاه نور چپاو دا مهال د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال او په یادې ولسوالۍ سربیره د الیشنګ او بادپښ ولسوالیو عمومي قوماندان هم و چې په یادو سیمو کې یې په پراخو فعالیتونو کې لاس درلود.