د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ تر ډيره د تیرې ورځې خونړیو پیښو او په حکومت کې د یو لړ اختلافاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.
سرنوشت:
د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ “پر واک شخړه او په وینو کې ډوب ولس”.
د ورځپاڼې د لیکوال په وینا؛ پرون خونړۍ ورځ وه، په ټول هېواد کې په امنیتي پیښو کې لسګونه کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.
د ورځپاڼې په وینا، دا ډول وژنې او نا امنۍ کم ساري دي؛ حکومت یوازې په تشو خبرو او غندونو سره فکر کوي چې خپل مسوولیت یې پوره کړی دی؛ داسې ښکاري چې حکومتي چارواکو ته تردې نورې چارې مهمې دي؛ له همدې امله ولس په وینو کې لامبي؛ خو دوی په نورو چارو بوخت دي.
د ورځپاڼې په وینا، چې ولسمشر او اجراییوي رییس ترمنځ اوس هم د واک د ویش پرسر لانجه ده.
دورځپاڼې د لیکوال په اند، اوس نو دا خبره رښتیا کیږي چې دوی د د ولس پروا نه لري؛ که دلته چارواکو فکر کولای چې په اروزګان، ننګرهار، بلخ او کابل کې په چاودنو کې ټوټه ټوټه کېدونکي کسان یې وروڼه؛ خویندې اولادونه او نور خپلوان دي؛ نو دوی به بیا د واک د ویش پرځای ولس ته پام کړی وی.
ویسا:
ویسا خپلواکې وځپاڼې بیا لیکلي چې موږ سوله غواړو چې د بلخ، ننګرهار، هلمند، خوست او کابل وروستیو ورځو غمیزې بیا تکرار نه شي.
د وځپاڼې د لیکوال په اند سوله نه د عبدالله په تاوان ده او نه د غني؛ بلکې د دوی په شمول د هر افغان په کې کټه ده.
خو د ورځپاڼې په وینا چې دا اوس عملاً د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون پر سر اختلافونه او ناندرۍ رسنیو ته راووتل؛ د کابینې د غړیو پرسر اختلافات؛ د سولې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو توپیر له ورایه ښکاري چې دغه پروسه هم عملاً له بنبست سره مخامخ کولای شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې په دې ورستیو کې رسنۍ تبصرې کوي چې ګني د دندو د ویش او د چارو د سمون لپاره د کادرونو پرګمارنې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ ناندرۍ روانې دي؛ په اصل کې ولسمشر ملت ته په ورکړل شویو ژمنو کلک ولاړ دی او په غښتلي او نه ماتېدونکي هوډ سره به په چارو کې اصلاحات رامنځته کړي.
د ورځپاڼې د لیکوال په اند، د حکومتوالۍ په بیلابیلو برخو کې موجودې ستونزې له تېر حکومته په میرات راپاتې دي او په هغه حکومت کې د اصلاحاتو لپاره سیاسي اراده نه وه.
ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د ملي یووالي د حکومت د رهبرۍ په اوسني ټيم کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو لپاره کلک سیاسي هوډ شتون لري او ولس دې ډاډه وي او ولس باید د حکومت د دغو پروګرامونو ننګه وکړي او ولسمشر یې په خپل دغه غوڅ او نه ماتېدونکي هوډ کې ژر د بري تر بریده ورسوي.