کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هرات، خوست، ميدان وردګ، هلمند، سرپل، تخار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه مهمات او ۱۷۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو په خپله تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.