د ملي دفاع وزارت اعلان کړی دی چې دوی تیره ورځ د غزني ولایت په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي دي، ددفاع وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې دوی د عملیاتو په لومړی ورځ په قره باغ ولسوالۍ کې دوه وسلوال طالبان نېولي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.
د غه عملیات چې د ملي اردو په مشرۍ دایساف د ځواکونو په ملتیا پیل شوي دي د دریم تندر عملیاتو نوم ورکړل شوی دی.