کور / تازه خبرونه / د خېبرپښتونخوا سوداګرپه افغانستان کې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا سوداګرپه افغانستان کې وژل شوي

پېښوردبي بي سي د خبرله مخې د خیبرپښتونخوا ایالت په چار سده سیمه کې هغه پنځه سوداګر خاورته وسپارل شول، چې افغان حکومت تېره چهار شنبه پاکستاني چارواکو ته سپارلي وو.دغه پنځه سوداګر په هغه اته کسیزه ډله کې شامل وو چې یوه میاشت مخکې د وسله والو لخوا په افغانستان کې تښتول شوي وو.د دوی مړي په افغانستان کې د غني خیلو په سیمه کې موندل شوي وو، خو نور څلور ملګري یې لاهم بې درکه دي.د چارسده پولیسو یوه افسر عمران خان ویلي، د یوه سوداګر مړی د چهارشنبې په شپه خاورته وسپارل شو خو د پاتې ۴ نورو مړي به نن خاورو ته سپارل کېږي.د پولیسو په وینا افغانستان ته تللي سوداګر ۹ کسان وو چې ۸ یې د چارسدې پړانګ سیمې اوسېدونکي و او یو سپین ږیری سوداګر له شبقدر سیمې نه افغانستان ته تللی و.ویل کېږي، چې وژل شویو کسانو د شړشمو تیلو او غوړیو سوداګري کوله.د پولیسو په وینا دغه سوداګر د افغانستان په مومند مارکو سیمه کې خپل مېشت ځای کې وو چې وسله والو کسانو وتښتول.د دوی له ډلې د شبقدر سیمې سپین ږیری سوداګر خوشی شوی و او نور ملګري یې تښتولي وو.ویل کېږي چې په دغو ۸ کسانو کې ۵ یې د یوې کورنۍ غړي دي او ۳ کسان یې د دوی ګاونډیان دي.ځاي اوسېدونکي وايي، چې دغو کسانو په افغانستان کې مزدوري کوله او له پاکستان به یې خواږه تیل او غوړي د پلور لپاره افغانستان ته وړل.د راپورونو پر بنسټ دغه کسانو ته ویل شوي وو، چې هغې سیمې ته له تلو ډډه وکړي، چې دوی پکې وتښتول شول.پولیس وايي، داسې کوم لاسوند یې نه دی موندلی، چې ګواکې دغه کسان د پېسو اخیستو لپاره تښتول شوي وو، خو وايي داسې رپوټونه یې موندلي، چې ګواکې ځینو کسانو د وژل شویو خپلوانو ته ویلي و، چې که یو څه پېسې ورکړي دوی به افغانستان کې د دغو کسانو خوشي کېدو لپاره کوښښونه وکړي.