اسلام اباد :دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستاني طالبانو د باجوړ څانګې مشرانو له “اسلامي دولت” سره د وفادارۍ اعلان کړی دی.پاکستان کې د “داعش” پلوو طالبانو وياند شاهد الله شاهد ويل چې د باجوړ د طالبانو امير مولانا ابو بکر او د هغه مرستيال قاري زاهد سره د شورا د غړو او قومندانانو ابو بکر البغدادي د “مسلمانانو خليفه منلی” او د سيمې لپاره د ټاکل شوي امير حافظ سعيد خان سره بيعت کړی دی.مولانا ابو بکر د طالبانو د مخکيني امير حکيم الله مسعود لخوا د باجوړ امير ټاکل شوی و، چې حکيم الله ۲۰۱۳ کال کې د امريکا د څارګرې الوتکې په يوه بريد کې ووژل شو.شاهد الله شاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې – وړاندې پاکستاني طالبانو هم د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر خپل امیر اعلان کړی و، نو ولې دوی له يوه بل امير سره بيعت کړی دی – وويل: “ملا محمد عمر یوازې تر افغانستان محدود وو او موږ ته چا د امارت امر نه وو کړی. ملا عمر یوازې جهادي امير وو او د خلافت ادعا يې هم نه وه کړې.موږ ته هېڅ مالومات نشته چې هغه کوم ځای کې دی. هغه ځان کله هم د نړۍ لپاره امیر نه وو اعلان کړی او تر افغانستان محدود وو. اوس ابو بکر البغدادي د خلافت اعلان کړی او دا د نړۍ د مسلمانو لپاره غنيمت دی ځکه چې هغه قريش او حسيني دی”.د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني په دې ورستو کې ويلي وو چې د باجوړ امير او مرستيال استعفا ورکړې ده.هغه د استعفا د علت په اړه څه نه وو ويلي.د باجوړ د طالبانو داعش سره وفاداري د طالبانو لپاره يوه بل ګوزار دی.د تېر اکتوبر په نیمايي کې، د پاکستاني طالبانو شپږ مخکینیوغړيو اعلان وکړ، چې له خپلې ډلې جلا شوي او د ابو بکر البغداي په مشرۍ یې د “اسلامي دولت” له ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی دی.له دغو شپږو کسانو مشهوره څېره د پاکستاني طالبانو مشهوره څېره او ویاند شاهد الله شاهد دی. خو پاکستاني طالبانو ته تر ډېره د اورکزیو د سیمې د مشر سعید خان جلا کېدو لوی ګوزار ورکړ.د پاکستاني طالبانو د تحریک د بنسټګر بیت الله مسعود تر مشرۍ لاندې سعید خان په اورکزیو کې مهم مرکزونه لرل، نوموړي هلته د طالبانو قضايي سیستم مخته وړه چې بیا وروسته یې د عملیاتو مهم قومندان شو.