کور / تازه خبرونه / کندهار: په ولسواليو کي د معارف بد حالت

کندهار: په ولسواليو کي د معارف بد حالت

په کندهار کي ټول ټال ۵۴۰ ښوونځي سته چي له جملې ئې ۱۵۰ د بېلابيلو لاملونو له کبله تړلي دي.
د کندهار د ژړي ولسوالي په يوه دښت کي سلګونه نارينه او ښځينه زده کوونکي زده کړه کوي چي نه ښوونځي لري او نه ټولګي.
زيات مهال ادعاوي کېږي چي په جنوب کي ناامنيو د ښوونځيو د فعاليت مخه نيولې ده.
خو د ژړۍ ولسوالي په دې دښته کي نه ښوونځی سته او نه هم ټولګي يوازي د زده کوونکو علاقه ده چي په ډېرو ستونزو کي راځي او زده کړي کوي
په ژړي ولسوالۍ کي دغه ښوونيز مرکز په يوه دښت کي د ملي اردو نظامي اډې ته نژدې جوړ دي. چي شاوخوا ۵۰۰ نارينه او ښځينه زده کوونکي زده کړه کوي.
ددې مرکز مشر قاري مومن وايي چي په ژمي او دوبي له ستونزو سره مخ دي او اړوند چارواکي ورته پاملرنه نه کوي.
مومن پر دولتي چارواکو نيوکه وکړ چي په خپلو اولادونو په عصري ښوونځيو کي زده کړه کوي او د ليرو پرتو سيمو ښوونيز حالت ته توجه نکوي.
ددې مرکز د مشره په خبره چي ځيني وخت د ستونزو پرمهال له يوه کوره د ښوونځي او ټولګيو کار اخلي چي د حيواناتو ساتنه هم پکښي ناممکنه ده.
په کندهار کي د پوهني د رياست مسولين په يو شمير سيمو کي د ښوونځيو لپاره د تعميراتو نه شتون تايدوي او وايي چي د يوه پلان له مخي پر دې ستونزو کار کوي.
په کندهار کي ټول ټال ۵۴۰ ښوونځي سته چي له جملې ئې ۱۵۰ د بېلابيلو لاملونو له کبله تړلي او یو شمېر فعاله ښوونځي بيا تعميرونه نلري.
خو لا هم په کندهار کي له ښوونځيو څخه د فارغه زده کوونکو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله خورا کم دي، چي يو شمېر کسان ئې لامل په ليرو پرتو سيمو کي معارف ته نه پاملرنه يادوي.