له جمهوري ریاست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي جنرال محمد افضل لودین چي د دفاع د وزیر په حیث د ولسمشر اشرف غني له خوا کاندید سوی وو، د دې دندي له منلو ډډه کړې ده.
د نوموړي له خولې ویل سوي چي له ولسمشر غني څخه د دې درنې دندي د اعتبار په خاطر چي په کړی یې دئ مننه کوي، خو دا چي پر دې دنده ټاکنه یې شاید د بې اتفاقۍ لامل سي، دی نه غواړي چي خپل ځان د دفاع وزارت ته کاندید کړي.
جنرال لودین په ۱۳۷۱ کال د ډاکټر نجیب الله د حکومت د سقوط پر مهال د ننګرهار ولایت د قول اردو قومندان او تنظیمه رئیس په حیث کار کړی دئ.
ویل کېږي چي جنرال لودین پر ننګرهار د پاکستاني پوځیانو او جهادي تنظیمونو د حملې پر شا تمبوونکی دئ.
جنرال لودین په دې وروستیو کي د افغانستان د ملي امنیت شورا پوځي سلاکار وو.
ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ پارلمان ته ۱۶ نوي وزیران معرفي کړل، خو د دفاع وزارت ته یې څوک نه وو نومولی.
تر دې دمخه د جنوري په میاشت کي د دفاع وزارت ته جنرال شیرمحمد کریمي نومول سوی وو، خو له پارلمان څخه یې کافي رایې ترلاسه نکړې.
متن انصراف نامهء جنرال محمد افضل لودین
هموطنان عزیز!
در این چند روز گذشته، در زندگی مسلکی خویش مورد افتخار عظیم در راه خدمت به وطن عزیز ما قرار گرفتم.
جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان بر من اعتماد نموده و مرا برای احراز پست وزارت دفاع کشور کاندید نمود.
من اعتماد بزرگ را که بعد از سی و چهار سال خدمت ام در اردوی افغانستان در راه دفاع از میهن، بر من صورت گرفته است، افتخار بزرگ برای خود، خانواده ام و تمام همکاران و هم مسلکان خویش می دانم.
اما در این روزها متوجه شده ام که مبادا انتخاب من باعث ایجاد شایعه و بی اتفاقی در میان هموطنان گردد. من هیچگاه نمی خواهم کار و وظیفه ام باعث بی اتفاقی در میان هموطنان عزیز مان شود.
من در تمام زندگی ام تلاش کرده ام از اتحاد و عزت مردم خود با افتخار کامل دفاع کنم.
حالا که احساس می کنم شاید بعضی ها به بهانۀ کاندیداتوری من برای وطنم مشکلات ایجاد نماید، من از نامزدی به این پست انصراف می نمایم.
من حاضرم برای این وطن پر افتخار و مظلوم حتی زندگی ام را فدا کنم، چه رسد به یک مقام و موقف.
من یکبار دیگر از اعتماد جلالتمآب رئیس جمهور سپاس گذاری عمیق نموده، اطمینان میدهم که انشاءالله هر زمانی که کشور من به خدمتم نیاز داشته باشد، حاضر به خدمت خواهم شد.
و من الله التوفیق
زنده باد میهن پر افتخار ما