د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د سولې په اړه روانو هڅو او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د غیرمسوله وسله والو فعالیتونو ته ځانګړي کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه مطلب په غټو ټکو لیکلي چې ملاعمر د سولې د خبرو واک ملامنصور ته ورکړی دی.
ورځپاڼې د این، بي، سي نیوزپه حواله لیکلي چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ملامحمدعمر هم شامل دی، خو ټول واک یې خپل پخواني ملګري ملامنصورته ورکړی دی.
د ورځپاڼې په باور، ځینو طالب قومندانانو این،بي،سي ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې له کلونوکلونو جګړې وروسته اوس د سولې خبرو ته لیواله دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د سولې مهم فکتورونه د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف او د امریکا متحد ایالتونه دي.
ویسا هم د یوې لویدیځې رسنۍ په حواله لیکلي چې که طالبان د سولې خبرې پیل کړي هغه مخالفې کړۍ به یې د اسلامي دولت ډلې له جنګیالیو سره یوځای شي چې د سولې سره مخالفت لري.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د یو شمېرافغان کارپوهان په حواله بیا لیکلي چې د سولې خبرې د قطر دفتر طالبان پرمخ بیایي خو په ځینو مواردو کې له ملا منصوره مشوره اخلي.
هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې افغانستان د سولې په بهیرکې د چین رول ته د قدرپه سترګه ګوري.
ورځپاڼې لیکلي، په کابل کې د چین سفیرد افغانستان د بهرنیو چارو وزیرته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د سولې په برخه کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
محور خپلواکې ورځپاڼې بیا د غیرمسوله وسله والو د فعالیتونو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په غورکې غیر مسئوله وسله وال د حکومت په پرتله ځواکمن دي.
په مطلب کې راغلي، دا مهال په غورکې اته لویې غیر مسئوله وسله والې ډلې فعالیت کوي چې هره ډله یې له پنځوسو تر سلو پورې غړي لري.
ورځپاڼې په ولسي جرګې کې د غور د استازو په حواله لیکلي، چې امنیتي چارواکي هم د ځینو ملحوظاتو له امله له دې ډلو سره مبارزه نه کوي او هماغه ده چې دا ډلې ناامنیو ته لمن هم وهي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه