کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۸ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۸ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي كې ۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي، يو وسله وال مخالف او دوه شكمن كسان نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د لوګر، كندهار او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد كې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپله څه نه دي ويلي.