کور / تازه خبرونه / ترافېکې پېښه: لشل تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

ترافېکې پېښه: لشل تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د جلریز
ولسوالۍ د اونۍ کوتل په سیمه کې د یوه فلاینکوچ ډوله موټر د چپه کیدو له
امله شل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دغه پېښه نن ( شنبه) سهار شاوخوا ۵ بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یو
فلاینکوچ ډوله موټر چې له بامیانو څخه کابل ته یې مسافر لیږدول،د دغه
ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې چپه شو .
په دغه پېښه کې د ۴ مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه شهیدان شوي
او د دوو مېرمنو په ګډون یولس نور ټپیان شوي،چې د دوو تنو روغتیایي وضعیت
هم د اندېښنې وړ دی .
د پېښې ټول قربانیان له سیمې څخه مرکز کابل ولایت ته لیږدول شوي .
پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په پېښه خواشیني
ښودلې،شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله
کړې .