ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي كې ۲۹ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د غزني، دايكنډي او پروان ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او ماين چاودنه كې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې ددغو عملياتو پرمهال يو کس نيول شوى، يوشمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي او ۶۸ كړۍ ماينونه خنثى شوي دي.
خپله وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.