په کندهار کي يو شمېر ميرمنو، ځوانانو او مدني ټولنو په کندهار پريس کلپ کي د فرخندې د وژل کېدو او د هغې جسد ته د اور اچولو د قضيې دڅېړلو غوښتنه وکړل.
فرخنده هغه افغان مېرمن وه چي د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل سوه او بيا يې مړي ته اور واچول سو.
په کندهار کي د يوې غونډي پرمهال ميرمنو او ځوانانو د يوې افغاني مېرمني په وړاندي داډول ظلم سخت وغندی . او له حکومت څخه ئې په جدي توګه غوښتنه وکړل څو مجريمو کسانو ته سزا ورکي.
ويناوالو د ولس د ذهنتونو پر جوړېدو هم ټينګار وکړ.
۲۸ کلنه فرخنده په لرګيو، لغتو او سوکانو ووهل سوه، بيا تر موټر لاندې سوه او تر مرګ وروسته يې مړی وسوځول سو.
چي ورسره سم دا موضوع په ټول هيواد کي د افغانو د توندو غبرګونو سره مخ سول.