کور / تازه خبرونه / جنوب: ۳۷ وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا وسول .

جنوب: ۳۷ وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا وسول .

په سويل کي د فوځ مسوولين خبر ورکوي ، چي په تېرو څلرويشت ساعتونو کي يې په کندهار او ارزګان ولايتونو کي شل وسله وال طالبان وژلي او اوولس نور يې ټپيان کړي دي .
د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي د ملي اردو سرتيرو د ارزګان په دهراوود او سراب ولسواليو کي عمليات تر سره کړي دي چي پر مهال يې ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي .
د خبرپاڼي په حواله چي په ياده سوې موده کي يې د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي هم عمليات تر سره کړي دي چې پر مهال يې دوه وسله والو طالبان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي .
په خبرپاڼه کي د ملي اردو لوري ته د کوم زيان د اړولو يادونه نه ده سوې .
وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .