يو شمېر مدني بسټونو د روزګان د امنيه قوماندان د وژني دمبهمي قضې د روښانه کولو او د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړل.
دوي دامهال په روزګان کي امنتي حالت په اړه هم اندېښنه وښوده.
برخوالو د يادي پيښي په اړه د مرکزي دولت چپ پاته کېدل په دې مانا وبلل چي د ملي وحدت د حکومت يو شمېر کسان په پېښه کي لاس لري.
د رزوګان مدني ټولنو په کندهار پريس کلپ کي د رزوګان د امنيه قوماندان مطيع الله خان د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړل .
ويناوالو په احساساتي ډول په پېښه کي مرکزي دولت ښکيل وبلي او غوښتنه ئې وکړل څو دولت ددې موضوع د روښانه کولو او د قاتلينو د نيولو په برخه کي چپ پاته نه سي.
د روزګان امنيه قوماندان مطيع الله تېره اونۍ په مرکز کابل کي په مرموز ډول وژل سوی او تر اسه ئې نه ژونکي او نه هم د وژني لامل معلوم سوی.
د مدني بنسټونو مسولينو دولت ته ګواښ وکړ، چي که د موضوع په اړه پلتني ونه کړي دوي به په براخو لاريونو لاس پوري کي.
دغو کسانو د امنيه قوماندان مطيع الله تر وژني وروسته سيمه نا ارامه وبلل او د مخالفينو د فعاليتونو د ډېر والي وېره ئې څرګنده کړل.
که څه هم د کورنيو چارو وزات د موضوع په اړه بشپړ معلومات ورنکړ خو د ددې وزارت وياند صديق صديقي وائې چي د موضوع په اړه ئې جدي پلټني رواني دي.
امنيه قوماندان مطيع الله خان چي مخکي د اکمالاتي کاروانونو د لېږد مسوليت ئې درلود، په جنوب کي تر قوماندان جنرال رازق را وروسته دوهم نظامي بانفوذه قوماندان وو، چي د وسله والو مخالفينو سر سخته دوښمن وو.