کور / تازه خبرونه / په کندهار کي پسرلنۍ مشاعره جوړه سوه

په کندهار کي پسرلنۍ مشاعره جوړه سوه

په کندهار کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د پسرلي په ویاړ ځانګړې مشاعره او ادبي ناسته تر سره سوه،چي په لسګونو شاعرانو،لیکوالانو او د ادب مینوالو پکښي ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دواخان مينه پال پخپله پرانيستونکي وينا کي وويل نن پسرلي همدا پيغام راوړی دئ، چې بايد د ظلم، استحصال، بې انصافۍ، بې عدالتۍ، بې علمۍ، ناپوهۍ او جهالت د تودو او سپيرو بادونو په وړاندې له مينې، محبت، ورورولۍ، يووالي، علم، پوهې، هوښيارتيا، بيدارۍ، صبر، زغم، هيلې او اميد سره مل په منظمه، او مرتبه توګه مقاومت، مبارزه او جدوجهد وسي.
ښاغلي مينه پال په تير کال کي د خپلي ادارې د لاسته راوړونو او د نوي کال په اوږدو کي د دوو علمي سمينارونو د جوړيدو او دوه جلده کتابونود چاپ يادونه هم وکړه چي د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي په خاصه علاقه او لارښوونه تر سره کيږي .
د هغه په خبر لومړی علمي سمينار به د ثور په مياشت کي د شهيد عبدالقديم پتيال په وياړ او دوهم علمي سمينار به د کندهار ښاروالۍ د تاريخچې په اړه وي ،چي د قوس په مياشت کي جوړ او ترڅنګ به يي په فرهنګي برخه کي د ولسمشر د سلاکار اسد الله غضنفر په مرسته په همدغه کال کي د احمد شاه بابا د ليسې د تاريخچې او د کندهار ولايت د لاسي صنايع په اړه دوه جلده کتابونه هم تر ليکولو وروسته چاپ او خپاره سي.
تر ویناو وروسته شاعرانو د پسرلي ،سولي ،وطن،جانان او دې ته ورته برخو ته جوړ کړي شعرونه ولوستل،چي د ګډونوالو لخوا د بیا ووایه ،واه واه او چکچکي هغه څه وې،چی مشاعره یې نوره هم ښکلې او رنګینه کړه.
د مشاعرې په جریان د کندهار مجلې شپږمه ګڼه،چي په زړه پوري دیني ،سیاسي،اقتصادي،کلتوري، ادبي،ټولنیز او څېړنیز مطالب يې په خپل رنګینه غیږ کي درلودل پر شاعرانو وویشل سوه.