کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د روزګان د امنيه قومندان فاتحه واخيستله سوه

په کندهار کي د روزګان د امنيه قومندان فاتحه واخيستله سوه

نن په کندهار کي د اروزګان د امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان فاتحه واخيستل سوه.
په ياده فاتحه کي چي نن سهار د خرقې شريفې په مسجد جامع کي واخيستل سوه، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، قومي مشر شاولي خان کرزي، د ولايتي شورا غړو، رئيسانو، ولسوالانو، سپين ږيرو او د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د اروزګان د امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان روح ته د مرحمت دعاګاني وسوې او د نوموړي وژنه يوه لويه ضايع وبلل سوه.
داراز د شهيد مطيع الله خان کورنۍ ته د تسليت او جميل صبر غوښتنه وسوه.
د اروزګان امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان د پنجشنبې د شپې پر نهه بجې په مرکز کابل کي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي ووژل سو.