د هیواد د تقریبآ څلورو لسیزو جنګونو او پر دې مظلوم او تر ډېره نالوستي ولس نن سبا یو بل بې سرحده او بې ساري توپان او ناورین راروان وینم.
دلته ډیري ککرۍ او ډېر انسانان د مختلفو ډلو او ټپلو په شتون کي د حضرت انسان سپکاوی کوي،خو نوم یې ډیر مقدس ورته غوره کړی دی.
د اسلام په نوم سودا…
ډیرو کسانو پر دې مقدس او پاک نوم خورا لوړ لوړ مقامونه او چوکۍ تر لاسه کړې.
ښه د درانه حیثیت خاوندان سوه،ملکیتونه لري،ډلي ټپلي لري،رکم رکم وحشي او د ځنګله په څېر حیوان صفته کسان یې سره راټول کړي دي،او نوم یې بیا هم ډیر پاک او مقدس ورته غوره کړی دی.
د اسلام په نوم سودا…
د هیواد ډیرو غمونو او دردونو اوس دا هیواد په نړۍ کي یو ډېر عجیب او غریب مقام ګټلی دی،چي د هر خارجي سره مخ سې،نو تر ټولو مخ کي به دي د جنګي او د بمونو د هیواد اوسېدونکی یاد کړي.
په هر ترتیب،
مړه مي ولیدل،اسیران مي ولیدل،پر لویو لارو مي جنګي اونظامي کسان ولیدل چي یو بل سره وژني،خو د تیري پنچ شنبې د کابل د شاه دوشمشیره د زیارت په څېر وحشي او د ظلمه ډکه صحنه مي تر اوسه نه لیدلې وه،او نه به یې ووینم.
خلګ مي ولیدل چي د مسلمانانو د مقدس کتاب قران کریم په تور یوه تور سري مېرمن داسي وهي او ټکوي،چي هیڅ اسلامي هیواد او نظام به یې توجیه نه کړي.
زه په دي خبره یقین لرم چي اسلام الحمدالله د سولي،امن او رحم دین دی،
مګر اوس پوښتنه دا ده چي ولي داټول وحشي حالت بیا هم د اسلام په نوم تر سره سو؟
ایا دا خو به د هغي سلسلې جریان نه وي چي په رڼا ورځ په همدغه پلازمینه کابل کي د سړک پر سر د مېرمنو د لنګون پېښه ننداره کیده،او نوم يې بیا هم د اسلام پر ایښی وو؟
ایا دا خو به هغه کسان او یا د هغوی زامن نه وه چي په رڼا ورځ د کابل د ښار پیغلو اینجونو ځانونه د دریم پوړ څخه د عزت د خوندي توب په موخه غورځول؟
او ایا دا خو به بیا هغه کسان نه وه چي د مېرمنو څه يې د سینو د پرېکلو او په کانټینرونو کي د بندولو وروسته به يې جنسي تیري هم ترسره کول؟
د مېرمن فرخندې د پيښي په تړاو خو تر اوسه لا څوک نه دی مجازات سوی،هسي یوه ډرامه روانه ده.
او فکر کوم چي نه به څوک مجازات سي،ځکه چي هغه څوک چي د فرخندي په تور وحشي کسان مجازاتوي،هغوی تر ډېره هغه پخواني کسان دي چي د فرخندي غوندي يې نوري هم ډیري فرخندي ګاني تر تېغ تېري کړي دي.
افغان ولس یوازي د رسنیو پر راپور او ولس ته د وحشت او بربریت پر څرګندولو مبارکي وایم.
نور یې د عدل او انصاف امید نسته.
خلـــــگو خـــلاص كى، د اســـلام په نـــوم دكان
پـــــكښي پلــــوري، خـــــــپل إيمان د بل إيــمان
قصــــابي ده، دې دكــــان كـــي جـــوړه ســـوي
د انســـــــان پـــــه نـــوم، راټــــول دي جـــلادان
هــــر گړى، د خداى ســـــپېڅلی نــوم خرڅيږي
پـــه نـــــــامه، د پيــــــــربابا او ملنـــــگ جـــــان
د مــــــذهب په نـــوم، دعـوي او كشمكش دى
و ممبــــــر ته، پورتــــــه ســــوى دى شيــطان
د شـــــناخته اســـــلام، د نومه بې بيزار كړي
كه محـــراب ته، ورداخــل ســــو سياست دان
دلتــــه تورو شـــپو تــــه، خلـــگ ړنــــا وايـــي
په رڼـــا ورځ، را ظهـــور ســــو تـــور ماښـــــام
زمـــــوږ پر ســـتوني يـي، چاړه د جهل ايښې
د يزيـــــــــد پـــوځــــونه راغــــلل نامــــــــردان
زمــــــــــوږ پــــر كلي، را چاپيــر لښكر د جهل
د مذهـــــب پـــه نـــوم، مـــو وژني ناځـــوانان
تېـــــره ورځ يــــې، زمــوږ د كلي سخه يو وړه
تانــــده ښكلـــې شاپيـــرئ غونــدي انــسان
ولســـــــــــونه لا بيـــــده دي، ورتــه گـــوري
خپــــــل وجـــــود ته اور ور واچــــــوي نــادان
ذلالـــــــــت او ناپوهــــــــي، هـــم تر يو حده
موږ هېــــر كړى، خپــــل ضمير او خپل وجدان
جهانيــــــــان گوتــه په غاښ، راته حيران دي
چي مو بــل كړه ســـره اورونه پر خپـــل ځان
زمرى کندهار