کور / تازه خبرونه / د روزګان دامنیه قومندان د مرګ په اړه بشپړه جزیات !

د روزګان دامنیه قومندان د مرګ په اړه بشپړه جزیات !

چارواکو ومنل چي په کابل کې د اروزګان امنیه قومندان وژل وژل شوی دی .
سره له دې د کورنیو چارو وزارت د خپل دغه لوړ پوړي منصبدار د وژل کیدو په اړه نا خبري ښيي خو د اروزګان ولایتي مقامات وايي د دې ولایت امنیه قومندان پرون ماښام د کابل په ۶ ناحیه کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی .
د اروزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب لراوبر ته وويل چي مل پاسوال مطیع الله خان د چهار شنبې په ورځ کابل ته د خپلو رسمي چارو د تر سره کیدو لپاره تللی وو .
دی زیاته وي چي پرون ماښام نوموړی له خپل استوګنځي څخه په شخصي جامو کې بهر ته وتلی چي د کابل په ښپږمه ناحیه کې د علي مردان له زیارت سره پلي ځانمرګي ورباندي برید کړی .
نایاب لراوبر ویب باڼي ته وویل چي (( مل پاسوال مطیع الله خان پرون د کابل ښار په علي مردان سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو ، موږ يې په اړه نن د ورځي له پیل څخه معلومات تر لاسه کړل ، هغه د چهار شنبې په ورځ د افغان جیټ په یوه الوتنه کې کابل ته د خپلو رسمي چارو د تر سره کیدو لپاره تللی وو ، خو په شهرنو کې د هوټل له امنیتي کمرو څخه چي دی پکښې تل د سفر پر مهال اوسیده ، موږ ته معلومات وشول چي پرون مازیګر ناوخته په شخصي جامو کې له هوټل نه بهر وتلی وو )) .
سره له دې چي د کورنیو چارو وزارت د اروزګان د امنیې قومندان مطیع الله خان مرګ نه تائیده وي خو ویاند يې صدیق صدیقي وايي چي تیره شپه د کابل ښار په ۶ ناحیه کې ۲ ځآنمرګي برید ګر چي يوه د ښځي چادري اغوستې وه د پوليسو د خبر داري پر مهال چاودنه کړې .
خو د اروزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب وايي چي د علي مردان په پرونۍ پېښه کې د اروزګان امنیه قومندان وژل شوی .
تر جنرال مطیع الله مخکې يې اکا د اروزګان پخوانۍ والي او د مخکني جمهور ریس حامد کرزي سلا کار جان محمد خان هم په کابل کې وژل شوی وو .
جنرال مطیع الله په جنوبي ولایاتو کې د یوه مقتدره امنیه قومندان په توګه هم پيژندل کيده چي د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو پر ضد يې کلک دریځ در لود .
نوموړي ته د اروزګان د امنیت او پرمختیا په برخو کې هم د یوه پیاوړي شخص لقب ور کول کیده او څو ځله په خپل ولایت کې له مرګو بریدونو څخه روغ رمټ پاته شوی وو .
وسله والو طالبانو د کابل د پروني برید مسئولیت رسنیو ته منلی .