راپور: ضمیر ساپی
په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحاديې د کلتوري چارو مسؤلپه نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد کې د افغان محصلینو اتحادیه له هر ډول ژبني، قومي او سمتي پلویتوب څخه بې پرې، یوه غیر سیاسي ټولنه چې د محصلینو د ستونزو په حلولو بوخته ده. نوموړې اتحادیه یوه غښتلې بنسټپاڼه لري چې پر بنسټ یې هر کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ لسیزه کې نوي غړي د اجرائیه شورا په توګه د دولس کسیز کمیسون له لوري ټاکل کیږي.د تېر په څېر سږ کال هم د مارچ د میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د ښاغلي محب الرحمن کاموي تر مشرۍ لاندې د اتحادیې ټاکلې نېټه په بریالیتوب پای ته ورسېده او د راتلونکي کال لپاره د محمد اکمل محروس تر مشرۍ لاندې نوې اتحادیې واک ترلاسه کړ. د واک د لېږد چارې په یوه شانداره غونډه کې ترسره شوې، چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت ګڼ شمېر غړیو او استادانو ترڅنګ څه د پاسه ۶۰۰ محصلینو په کې ګډون درلود.د دریځ چارې ښاغلي مطیع الله عبدالرحیمزي او ښاغلي بابر تیموري هروي پرمخ وړلې.غونډه د قاري عبدالباسط امین له لوري د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پخوانۍ اتحادیې رئیس محب الرحمن کاموي د سفارت څخه راغلیو میلمنو، استادانو او محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ځنې وکړه، چې په خپل راتګ یې غونډې ته ښکلا ور وبښله. له دې وروسته سمدستي د افغانستان ملي سرود وغږېده او د غونډې ګډونوال ټول د ملي سرود په درناوي ودرېدل. ورپسې د کمېسون رئیس عبدالرحیم صافي له ګډونوالو څخه د مننې کولو ترڅنګ د نوې اتحادیې غړي هم محترمو ګډون والو ته وروپېژندل، سربېره پر دې یې د اتحادیې د غړیو او محصلینو په ټولیزو مسؤلیتونو هم رڼا واچوله. له لږې چوپتیا وروسته په تالار کې د کلیم الله ملکزي او محمد فهیم عثمان ښکلي اوازونه وکړنګېدل او یوه ښکلې ترانه یې وړاندې کړه. له دې نه وروسته د تیرې اتحادیې رئیس محب الرحمن کاموي یو ځل بیا دریځ ته وغوښتل شو، نوموړي د خپلې تېرې شوي یو کلنې دورې بشپړ راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ او ددې ترڅنګ یې په محصلینو غږ وکړ چې د راتلونکې اتحادیې بشپړ ملاتړ وکړي.په پاکستان کې د افغانستان لوی سفارت په نمایندګۍ ښاغلي شاکر قرار هم خپله عالمانه وینا د غونډې ښاغلیو ګډونوالو ته وړاندې کړه او نوی اتحادیې ته يې ډاډاینه ورکړه چې سفارت به هېڅکله د محصلینو په خدمت کې ناغېړي ونه کړي.له دې نه وروسته د نوی ټاکل شوې اتحاديې غړي دریځ ته د پېژندګلوي لپاره را وبلل شول، هر یو په خپل نوبت سره د غونډې محترمو ګډونوالو ته خپلې لایحې وړاندې او ځانونه يې ور وپېژندل، د معرفت نه وروسته د سفارت له لورې هغو محصلینو ته کپونه ورکړل شول، کومو چې په سپورتي مسابقو کې ګډون کړی وو، د دې ترڅنګ ځینو محصلینو ته نښانونه(مډالونه) هم ورکړل شول.د کلتوري اوونۍ په چارو کې چې کومو محصلینو مرسته کړې وه، د افغان محصلینو اتحادیې له لوري د ستاینلیکونو وړ وبلل شول.په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ښاغلي استاد دکتور فضل الرحمن صیب په دُعا غونډه پای ته ورسېده.په نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد کې د افغان محصلینو اتحادیه
اتحادیه محصلین افغان در پوهنتون بین المللی اسلامی-اسلام آباد
Afghan Students Union, International Islamic University Islamabad