په دې ليدنه کي چي نن سهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کار په دفتر کي وسوه، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د افغانستان د فوټبال فدراسيون اداري مسوول حيات الله لوګروال، د تخنيکي چارو مسوول طاهر روفي او په کندهار کي د فوټبال فدراسيون مشر محمدنبي نيازي ګډون کړی وو.
د غونډي په پيل کي د فوټبال فدراسيون اداري مسوول حيات الله لوګروال د کندهار سرپرست والي ته د فوټبال د لاسته راوړنو، پروګرامونو، بوديجې او اینده پلانونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي د کندهار د فوټبال فدراسيون لپاره به تشکيل جوړ کړي او ۷ کسان به په تشکيل کي په دندو وګماري. نوموړي زياته کړه دوی غواړي چي د هيواد په سطحه د لومړۍ درجې ولاياتو د فدراسيونونو لپاره تشکيل جوړ کړي چي ۷ کسان په هر فدراسيون کي په دندو وګماري.
د تخنيکي چارو مسوول طاهر روفي وويل دوی کندهار ته د څو ورځو لپاره په دې موخه سفر کړی تر څو د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون ستونزي وڅېړي او د تشکيل په اړه له فدراسيون سره له نژدې کار وکړي. هغه دا يادونه هم وکړه چي په ملي ټيم کي هر کال له بېلابېلو ولاياتو څخه لوبغاړي جذبوي، تر څو د هر ولايت سهم په پام کي نيول سوی وي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي فوټبال فدراسيون بايد د استعداد په پام کي نيولو سره هر ولايت ته په ملي ټيم کي سهم ورکړي. هغه زياته کړه په کندهار کي يوه له لويو ستونزو څخه دا ده چي فدراسيون تشکيل او کارکوونکي نه لري، په داسي حال کي چي په يوه يا دوو کسانو د ټول فدراسیون چاري مخته نه ځي.
نوموړي وويل: زه ډېره هڅه کوم ځوانانو ته زمينه برابره کړم چي ورزش وکړي او په نړيوالو لوبو کي برخه واخلي. فوټبال فدراسيون بايد ډونرانو ته پروپوزلونه ولېږي، تر څو افغان لوبغاړو ته په بهرنيو هيوادونو د روزني زمينه برابره سي يا په هيواد کي دننه د فوټبال په بېلابېلو برخو کي اړيني مرستي وکړي.
ښاغلي ويسا ټينګار وکړ چي د فوټبال په ملي ټيم کي بايد د قوم پر اساس نه، بلکي د استعداد پر اساس لوبغاړي انتخاب سي او زياته يې کړه چي د کندهار سهم بايد له کندهار څخه وټاکل سي، نه دا چي يو څوک په کابل کي زېږېدلی وي او د کندهار په نوم ملي ټيم ته لار پيدا کوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د فوټبال فدراسیون د استازو له راتګ څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چي د کندهار د فدراسيون لپاره بايد تشکيل ژر تر ژره جوړ سي، تر څو د فوټبال په برخه کي پرتې ستونزي له منځه ولاړي سي. نوموړي وويل چي مرکز بايد د کندهار له فدراسيون سره هر اړخيزه همکاري او تماس ولري او دا تماس هم بايد د لوبغاړو پر ځای له فدراسيون سره وي. ښاغلي شمسي زیاته کړه چي فدراسيون بايد د نورو ولاياتو غوندي کندهار ته هم بوديجه ورکړي.