د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د سولې په اړه پرمختګونو او په دې برخه کې پرتو خنډونو او ستونزو ته ځانګړي کړي دي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکلي، چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو لوړپوړو استازو اسلام آباد ته سفر کړی دی.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د رویټرز خبري آژانس په استناد ویلي، چې طالبان حاضر شوي، چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسیدو لپاره له حکومت سره خبرې وکړي.
په دې مطلب کې راغلي، چې پاکستاني چارواکو طالبانو ته ویلي، چې د خپلو دوو مشرانو ترمنځ اختلافات ختم کړي؛ که نه د سولې خبرې به ونه شي.
ورځپاڼه وړاندې د رویټرز په حواله لیکي چې افغانستان سره د سولې په خبرو کې د طالبانو د دوو مهمو مشرانو محمد منصور او عبدالقیوم ذاکر تر منځ اختلافات دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په یو مطلب کې لیکلي؛ د باوري سرچینې په قول ولسمشر محمد اشرف غني به په روانه اونۍ کې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
ویسا د دغې نوم پټې سرچینې له په حواله لیکلي چې دغه سفر پخوا نه و پلان شوی نو ښايي د طالبانو سره د خبرو اترو مساله د دې سفر مهمه اجندا وي.
ویسا د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د موضوع په اړه د اجراییه رییس د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق خبرې هم راخیستي چې ویلي طالبانو ته یې د وروڼو خطاب کړی دی.
ورځپاڼه وايي ښاغلي محقق له طالبانو غوښتي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او افغانان پرېږدي چې خپلو تلپاتو هیلو ته ورسیږي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار له خولې لیکلي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې به مثبت رول ولوبوو.
ورځپاڼې وايي سرتاج عزیز د پاکستان د ثنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیسیون ته ویلي چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پېلیدو په برخه کې یې هیواد مرسته کړې.
سرنوشت لیکي سر تاج عزیز ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره د ټولو هلوځلو ملاتړ کوي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د مشرانو جرګې د ریس فضل هادي مسلمیار دا څرګندونې راخیستې چې د افغانستان د سولې په خبرو کې باید پاکستان ته امتیاز ور نه ورکول شي.
اصلاح د ښاغلی مسلمیار له خولې لیکي چې مونږ د سولې غوښتونکي یو خو د پاکستان هڅې په ښه نیت نه دي، او ټولې هغه د سیسې چې په پنجاب کې د افغانانو په وړاندې جوړېږي باید مخه یې ونیول شي.
اصلاح د ښاغلي مسلمیار په حواله دا هم لیکلي چې ، د سولې خبرې باید داسشان وي چې د طالبانو د سپین بیرغ پر ځای د داعش توره جڼده ونه رپېږي.