کور / تازه خبرونه / ننګرهار:دپوهنتون ١٤ ميليونه افغانۍ معاشونه غلاسوي.

ننګرهار:دپوهنتون ١٤ ميليونه افغانۍ معاشونه غلاسوي.

وسله والو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه ١٤ ميليونه افغانۍ تښتولي دي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر طاهر عنايت وويل چې داپېښه نن غرمه مهال
پوهنتون ته نږدې د نظر اباد په سيمه کې سوې ده.
هغه زياته کړه، په يوه موټر کې چې د پوهنتون دیوي مياشتې معاشونه له جلال اباد ښاره پوهنتون ته لېږدول کېدل، وسله والو غلو پر موټرټکان کړې، چې له امله يې يو پوليس او يو مامور ټپي سوى او دوه نور مامورين يې سخت وهلي او پيسې يې ترې وړې دي.
د نوموړي په وينا، غلو له ياد موټره ١٤ ميليونه، ٩ سوه ، ٣٧ زره او ٥١٧ افغانۍ تښتولې دي.
د يادونې ده، څو مياشتې مخکې هم د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه تښتول شوي وو. او د جرم په برخه کې يې کره شواهد شتون ولري.