کور / تازه خبرونه / قوماندان رازق:ملل متحد د وسله والو طالبانو په غوښتنه ما، اسدالله خالد او عطامحمد نور بدناموي.

قوماندان رازق:ملل متحد د وسله والو طالبانو په غوښتنه ما، اسدالله خالد او عطامحمد نور بدناموي.

په کندهار کي د پوليسو مشر او نفذي قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چي د بشري حقونو د څار کميسون د وسله والو طالبانو په غوښتنه د جنګي جنايت کارانو ليست خپور کړی.
د پوليسو دغه مشر وايي، چي بشري حقونه دي د ملل متحد هغه کړني ښکاره چي د پاکستان له روغتونو سره د وسله والو مخالفينو په تداوی کي مرسته کوي.
د کندهار د پوليسو مشر لوي پاسوال عبدالرازق پر ده، د ملي امنيت پرمخکني ريس اسدالله خالد او د بلخ پر والي عطامحمد نور باندي د بشري حقونو د کميسون له لوري د جنګي جنايتکارانو په نوم خپور سوی راپور د طالبانو په غوښتنه وبللی.
نوموړي دغه څرګندوني په هغه پراخه غونډه کي وکړي، چي د همدې رپوت د غندولو په موخه جوړه سوې وه.
د پوليسو دغه مشر وايي،درې مياشتي مخکي په عربي اماراتو کي د وسله والو طالبانو سره د سولي د خبرو پرمهال، طالب مشرانو له ملل متحد څخه غوښتي، چي دوي د قوماندان رازق، اسدالله خالد او عطا محمد نور په شتون کي فعاليت نه سي کولای.
د کندهار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدلرازق وايي، چي په روان کال کي ددوي تر ۴۰۰ زيات سرتيري وژل سوي او نژدې ۷۰۰ نور ټپيان سوي دي.
د هغه په ټکو چي بشري حقونه دي د ملل متحد هغه رازونه هم افشا کړي چي د پاکستان هيواد له روغتيايي مرکزونو سره د مخالفينو د تداوي پر سر په لکونو ډالره مرسته کوي.
قوماندان وويل چي که په افغانستان کي رښتينې سوله راځي او طالبان له جنګه لاس اخلي ، د نړيوالي محکمې تر څنګ دی، د اسدالله خالد او عطامحمد نور سره يو ځای د وسله والو طالبانو محکمې ته هم چمتو دي.
په غونډه کي د ولايتي شورا غړو هم دا رپوټ وغندی.
امنيه قوماندان د تير په څير يو ځل بيا پر قضايي ارګانونو نيوکه وکړل، چي د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، هغه د ستري محکمې نوم ياد کړ چي له ده څخه يې د سړي تښتوونکو د ډلي د مشر د ايله کېدو غوښتنه کړې، چي ده رد کړې وه.