د زابل ولايت په شاجوۍ ولسوالۍ کي دوه تنه تنکي ځوانان تښتول سوي او وروسته وژل سوي دي .
وژل سوي کسان دواړه تنکي ځوانان دي او شاجوۍ ولسوالۍ ته د خپل پلار ليدلو ته چي په سيمه ايزو پوليسو کي دی ورغلي وه ، د پلار تر ليدلو وروسته د کندهار کابل پر لويه لاره خپل ولايت لغمان ته په لاره وه ، چي د وسله والو طالبانو له لوري له موټره کښته سوي او تر څلور ورځنۍ تښتووني وروسته وژل سوي دي .
د شاجوۍ ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي، چي دواړه د لغمان ولايت اوسيدونکي دي
او تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ د شوبهار په سيمه کي وژل سوي او جسدونه يې د پوليسو له لوري موندل سوي دي .
تر اوسه کومي ډلې د دې پېښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .