کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس غني: مارشال فهيم تل د ملي يووالي ملاتړی او د تبعيض، تعصب او تفرقې مخالف وبلي.

جمهور رئيس غني: مارشال فهيم تل د ملي يووالي ملاتړی او د تبعيض، تعصب او تفرقې مخالف وبلي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د جمهوري رياست د پخواني لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د وفات د لومړي تلين په ياد غونډه کي چي نن له غرمې مخکي د لويي جرګې په تلار کي جوړه سوې وه، ګډون وکړ.
جمهور رئيس غني په دې غونډه کي وويل چې مارشال فهيم هم په سياست او هم په پوځي ډګر کي داسي يو شخص و چي د څو تېرو لسيزو په تاريخ کي يې ځانګړی مقام ترلاسه کړی دی.
جمهور رئيس زياته کړه چي مارشال فهيم تل د افغانستان د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود ترڅنګ د هغه د يوه نژدې دوست په توګه پاته سوی و او د احمد شاه مسعود له شهادت وروسته په ډېرو حساسو او پېچلو شرايطوکي يې د جبهې رهبري چي يو دروند مسووليت و په غاړه واخيستله.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې باندې په ټينګار سره چي د مسووليت منل او په ځانګړي ډول په سختو شرايطوکي د رسالت ترسره کول، د فقيد مارشال فهيم يوه بله ځانګړتياوه، وويل چي د ۱۳۷۰ کال په جريان کي چي د هېواد پلازمېنه د کورنۍ جګړې په اورکي سوزېدله، مرحوم قسيم فهيم مهم مسووليتونه په غاړه واخيستل او د ثبات د ټينګښت لپاره يې ډېرې هڅي وکړلې.
جمهور رئيس غني وويل چې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو وروسته او د جلالتمآب حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان د خلکو د آرمانونو د تحقق لپاره چي د هيلو نوی څرک رامنځته سو، بيا هم مارشال فهيم پر ډيموکراسۍ ولاړ د نوي نظام په رامنځته کولوکي مهم رول ولوبوه.
د افغانستان جمهور رئيس وويل چې مارشال فهيم د يوه رښتيا پال سياستوال په توګه تل د ملي يووالي ملاتړی او د تبعيض، تعصب او تفرقې مخالف و او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنه کي يې مهم رول ولوبوه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني څرګنده کړه چي له مارشال فهيم سره يې په وروستۍ ليدنه کي په داسي حال کي چي د هغه مرحوم له سترګو اوښکي توېدلې د سياسي تدبير او ملي يو والي له لارې يې د وروستيو کلونو د لاس ته راوړنو پر ساتنه ټينګار کولو.
جمهور رئيس غني وويل چي مارشال منځ لاری ليد لوری درلود او د انتخاباتو پر ترسره کېدو باندې يې ټينګار کولو.
د افغانستان جمهور رئيس د سولې په اړه د فقيد مارشال له نظرونو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چي هغه مرحوم تل په اصولي ډول د سولې پلوی و او غوښتل يې چي ستونزې د ډيالوګ له لارې حل سي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل چې مارشال يو ولسي وګړی و او د خپل وخت يوه ډېره برخه يې له خلکو سره د اړيکو لپاره ځانګړې کړې وه.
جمهور رئيس غني دې ته په اشارې سره چې مارشال فهيم يو نه هېريدونکی شخصيت دی، وويل چي د وروستيو څلورو لسيزو په تاريخ کې به د مارشال مهم رول ښکارنده او تل پاتي وي.