کور / تازه خبرونه / کندهار: ولايتي شورا د بشري حقونو د جنګي جنايتکارانو خپور سوی راپور وغندی

کندهار: ولايتي شورا د بشري حقونو د جنګي جنايتکارانو خپور سوی راپور وغندی

د کندهار ولايتي شورا تر اوږده احتجاج وروسته د خپلو کارونو د پيل په ورځ د بشرې حقونو د څار د کمېسون د جنګي جنايت کارانو د خپور سوی راپور هغه برخه وغندل، چي د کندهار امنيه قوماندان، د کندهار پخوانی والي او د ملي امنيت د لوي رياست مخکنۍ مشر اسدالله خالد او د بلخ والي پکښي په ملکي وژنه تورن بلل سوی وو.
ولايتي شورا ځکه دوې مياشتي د احتجاج په ډول تړلې وه، چي دولت ورڅخه د څار حق اخيستی وو.
د کندهار د ولايتي شورا دروازه دوې مياشتي د خلګو پر مخ ځکه تړلې وه، چي دولت ورڅخه پر دولتي ادارو د څار حق اخيستی وو.
بالاخره نن ئې خپل کارونه پيل کړل او په لومړۍ ورځ ئې د يوې ناستي پرمهال د بشر د حقونو د څار د کميسون هغه راپور وغندی، چي د کندهار امنيه قوماندان ئې د جنګي جنايتکارانو په ليست کي راوستلی دی.
د ولايتي شورا ريس حاجي سيد جان خاکرېزوال امنيه قوماندان ددې سيمي لپاره مهم امنتي کس او اسدالله خالد ئې وطن دوسته شخص ياد او خپور سوی راپور ئې د هغه د بد نامولو هڅي وبللې.
د کندهار د ولايتي شورا غړو محمد يوسف يونيسي او زرغونې کاکړي هم د بشري حقونو د جنګي جنايتکارانو په نوم ددې خپاره سوي ليست سره هم مخالفت وښود او خپله دا کميسون ئې د بشري حقونو د سرغړوني په تور تورن کړ.
ولايتي شورا د کندهار امنيه قوماندان، د ملي امنيت د لوی رياست د مخکني مشر اسدالله خالد او د بلخ والي عطامحمد نور د هيواد خدمتګاره کسان ياد کړل او د بشري حقونو پر کميسون ئې نيوکه وکړل، چي په هيواد کي د اصلي جنګي جنايتکارانو نومونه ئې ندي خپاره کړي.
تېره ورځ د زابل ولايتي شورا هم د يوې غونډي پرمهال د بشري حقونو د څار د کميسون د جنګي جنايتکارانو خپور سوی راپور وغندي او دا ئې د نوموړو کسانو د بدنامولو هڅه بللې وه.