په کندهار کي د ميرمن په نوم يوې سميزي راډيو د خپلي څلورکلني کليزي په پلمه د شنبې په ورځ د ښځو نړيواله ورځ يو ځای ولمانځل.
مراسيم چي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي د خديجة الکبرا فرهنګي او ټولنيزي ټولني له لوري جوړ سوي وه پرمهال يې د ښځو پر ستونزو، د هغه پر حل لارو او د سميه ايزي ادارې پر ژمنو خبري وسوې.
په غونډه کي ويناوالو ميرمني ښووني او روزني، کار کولو، له ستونزو سره مبارزې کولو او په لوړ ږغ د خپلو حقونو د غوښتلو ته وهڅول.
او له ميرمنو څخه وغوښتل سول، څو ميرمني خپله د کورنيو ستونزو او تاوتريخوالي په کمولو کي کار وکړي.
په غونډه کي د ميرمن راډيو پنځمه کليزه هم ولمانځل وسول او پرمهال يې د همدې راډيو نشراتي برخه وستايل سول.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس دواخان مينه پال او د کندهار پريس کلپ مسول سيد سرور اماني د ميرمن راډيو هغه هځي چي د ښځينه ستونزو د حلولو په برخه کي يې کړي هم وستايلې.
دوي غوښتنه وکړل څو په دې برخه کي لا هم خپل رسنيز مسوليت ادا او خپل کارونه د اساسي او مطبوعاتو د قانون په رڼا کي مخ ته يوسي.